د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جکړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه د سپتمبر په درېيمه نېټه تر سره شوه. بهرنيو خبري رسنيو يادغونډې ته پام اړولی او ويلي يې دي چې چين د دغه رسم ګذشت په تر سره کولو سره تاريخ ته درناوی کوي، بلکې نړیوالو ته يې د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د خپلې ټينګې ژمنې اعلان کړی او هم يې ګردې نړۍ ته د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره ډېر پټ ځواک ښودلی دی. دغه رسم ګذشت ښکاري چې چین د نړيوالې سولې او ثبات ساتونکی دی. د دغو خبري رسنيو په ارزونه کې «سوله» د پاملرنې وړ کلمه ګرځېدلې ده.
دا هم د پام وړ خبره ده چې د چين د دولت رئيس شي جین پینګ په يادغونډه کې څو څو ځلې «سوله» ياده کړې او ويلي يې دي چې چينايان تل په سم تاريخي لوري او د انسانانو د تمدني ترقۍ په لاره ولاړ دي او د سولې او پرمختګ پر لار ټينګار کوي او د نورو هېوادونو له خلکو سره د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې کوي. د ده په خبره د چيني شکله عصري کېدل يو داسې عصريتوب دی چې د سولې او پرمختګ په لور روان دی، او چين تل د نړيوالې سولې ، ثبات او ترقۍ ځواک وي. د ده خبرو نړيوالو ته د چين هغه ټينګه اراده ښودلې چې چينايان له سولې سره مينه لري، سولې ته ارزښت ورکوي او د سولې ساتنه کوي.
د انسانانو په تاريخ کې دويمه نړيواله جګړه ډېره توره برخه بلل کېږي. د دويمې نړيوالې جګړې د عمده ختيځي جنګ ميدان په توګه چين تر څوارلسو کلونو نه ستومانه کېدونکو مبارزو وروسته د جايان تېری کوونکو ته ماتې ورکړه او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د اخري بريالیتوب د تر لاسه کولو لپاره ډېر مهم خدمتونه وکړل. د دويمې نړيوالې جګړې د برياليتوب پر بنسټ چين د فاشيزم ضد له عمده ملګرو هېوادونو سره د ملګرو ملتونو د جوړولو پر جوړولو سلا مشوره کړې او په ګډه يې د ملګرو ملتونو د منشور په شمول يو لړ مهم نړيوال سندونه ټاکلي او د عصري نړيوال نظم بنسټ يې ایښودلی چې تر جګړې وروسته د نړۍ عمومي سوله تضمين شوې او نړيوال پرمختګ هم پرمخ وړل شوی دی.
اتيا کاله تېر شوي دي. اوس که څه هم دويمه نړيواله جګړه پای ته رسېدلې وه، خو شخړې د نړۍ په ځينو سيمو کې لاهم روانې دي او سوله له ننګونې سره مخ ده. د نړۍ ځينو سياستوالو تاريخ تحريف کړی او خپل تېری کوونکي جرمونه نه مني. د دې ترڅنګ ځيني هېوادونه پر بادارۍ او يواړخيزم ټينګار کړی چې همدا د ملګرو ملتونو په محور تر جګړې وروسته نړيوال نظم ته زيانونه رسولي دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش ويلي و، په نړۍ کې سوله له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ ده. نو څنګه له دويمې نړيوالې جګړې تراژيدۍ څخه ډډه کړو او په نړۍ کې دايمي سوله رامنځته شي؟ دا د نړيوالې ټولنې پر وړاندې موجوده مسئله ده.
تاريخ د يوې هېندارې مثال لري. د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب څخه تر لاسه شوې قيمتي تجربه دا ده چې نړۍ دې د سولې او پرمختګ پر لور ټينګار وکړي. په دې برخه کې چين هم يوه نمونه جوړه کړې ده. د برازيل د فورم مجلې په وروستيو کې په يوه مقاله کې ليکلي چې د شلمې پېړۍ له پنځمې لسيزې څخه چين تل په سوله کې د ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار کړی او يوازينی هغه اټومي هېواد دی چې ژمنه یې کړې، له نورو هېوادونو نه مخکې اټومي وسلې ونه کاروي. تر اوسه پورې چين د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو عملياتو د تر سره کولو لپاره نورو هېوادونو ته څه باندې پنځوس زره سوله ساتونکي لېږلي چې دغه شمېر د امنيت شورا د نورو دايمي غړو هېوادونو په پرتله زيات دی.
اوس چين د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کوي او د سولې او پرمختګ په لور روان دی. يو داسې چين چې سولې ته ډېر ارزښت ورکوي او پر سولې او پرمختګ ټينګار کوي، تل به د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو په برخه کې د ملا تیر رول ولوبوي.




































