د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د چين مېډيا ګروپ سره په يوه وروستۍ ځانګړې مرکه کې د ملګرو ملتونو د روحيې او د شانګهای همکارۍ سازمان د اوسني رول په اړه وويل: زما په اند، سيمه ييز سازمانونه د ملګرو ملتونو په پرتله په خپلو سيمو کې د اړوند مسئلو په اړه ښه پوهېږي. له همدې امله، د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان تر منځ همکارۍ کې به تر پخوا لا زياتې لاسته راوړنې رامنځته شي.
هغه وويل، موږ بايد د ملګرو ملتونو د تاسیس او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کليزې د نمانځنې په درشل کې يو له بل سره همکاري پیاوړې کړو او تل به خلک په مرکزي مقام کې وساتو. هغه د چين دولت رئيس شي جین پینګ لخوا وړاندې شوی د نړیوالې مدیریت وړاندیز هرکلی وکړ، کوم چې د څو اړخیزم، د ملګرو ملتونو په مشرۍ لاندې د نړيوال سیسټم او د نړیوالو قوانينو پر بنسټ د نړیوال نظم د ساتلو له اصولو سره سمون لري.
هغه وويل، راځئ چې د ملګرو ملتونو په عمومي منشور کې د ليکل شويو ژمنو د پوره کولو او يوې لا سوله ييزې او متحدې راتلونکي د رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړو.




































