د تايلند د بهومجايتای ګوند مشر انوتين چارنويراکول د سپتمبر په ۵مه نېټه د دغه هېواد د ۳۲م لومړي وزير په توګه وټاکل شو. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چين د تايلند د لومړي وزير په توګه د انوتين د ټاکل کېدو په مناسبت ورته مبارکي څرګنده کړه.
وياند وويل، چين او تايلند نژدې او دوستانه ګاونډيان دي، د يوې کورنۍ په توګه د چين او تايلند دوستي له تاريخ څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ساتنه کوي. روان کال د چين او تايلند ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۰کليزې سره برابره ده او چين غواړي له تايلند سره يو ځای عنعنوي دوستي پراخه کړي، ستراتيژیک تماسونه پياوړي کړي، واقعي همکارۍ ژورې کړي، د دواړو هېوادونو د برخليک ګډې ټولنې جوړولو هڅونه وکړي او د سيمه یيزې سولې او ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره فعال خدمتونه وکړي.




































