د چین د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۲مه نېټه اعلان وکړ، چین به د روانې میاشتې له ۱۵مې څخه د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د سپتمبر تر ۱۴مې پورې د هغو روسي وګړو پر وړاندې چې عادي پاسپورټ لري، له ویزې پرته چین ته د سفر تګلاره پلې کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په ۵مه نېټه وویل چې روسیه به د چین دغه عمل ته ځوابي ګام پورته کوي او د چینایانو پر وړاندې له ویزې پرته دغه هېواد ته د سفر تګلاره غوره کړي.
نوموړي وویل، روسیه له چین سره دوستۍ ته جدي پاملرنه کوي، د یادو تګلارو په مټ به د دواړو هېوادونو خلکو راکړې ورکړې زیاتې شي او د سوداګریزې تبادلې لپاره به ګټور چاپېریال جوړ شي.




































