د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر، د پانګونې جذب او د افغانستان برېښنا انرژۍ سکټور د ملاتړ کنفرانس په دويمه ورځ وویل، چې ا.ا د افغانستان ابادول غواړي، نو د نړۍ او سيمې هېوادونه هم بايد د دغه هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځان بسياينې لپاره هڅې وکړي او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي. عمر ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت په تېر يوه کال کې له مختلفو سرچينو څخه د ۱۰۷۰ میګاواټه بریښنا د تولید تړونونه له کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک کړي چې د ځينو يې عملي چارې پيل شوې او د نورو چارې به يې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.




































