د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه د سپتمبر په درېيمه نېټه تر سره شوه. ډېرو نړيوالو شخصيتونو هم په دې یادغونډه کې ګډون کړی او د لا روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره يې خپلې هېلې ښودلې دي. هغوی په دې نظر دي چې دغه رسم ګذشت نه يوازې د تاريخ يادونه ده بلکې د راتلونکې لپاره يوه لارښوونه هم ده. د دوی په خبره ، يووالی او همکارۍ د ننګونو د لرې کولو او د سولې د ساتنې لپاره بنسټيز ضمانت دی، نو که نړيوال سره یو موټی شي، نو سوله به دوام ولري.
د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د همدې ورځې په غرمه د دې جګړو د بریا د اتيايمې کاليزې د یادونې په مېلمستيا کې هم ويلي چې چینایان له خپلو ملګرو هېوادونو او د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه د فاشیزم پرضد جګړه کې بریالي شول. ده زیاته کړه چې د چين حکومت او خلک هېڅکله هغه بهرني حکومتونه او نړيوال دوستان نه هېروي چې په دې جګړو کې يې له چينایانو سره مرستې کړې وې. د ده خبرو پر نړيوالو دوستانو ډېره اغيزه کړې ده. الماني دوست توماس رابي چې په مېلمستيا کې يې ګډون کړی، ويلي چې د شي جین پينګ له خبرو ډېر اغيزمن شوی دی. اتيا کاله د مخه د ده نيکه جون رابي په خپل ورځني یادښت کې د نان جينګ د عامې وژنې په اړه حقيقت ليکلی چې دغه يادښت د جاپاني پوځ د جنګي جرمونو د افشا کولو لپاره تر ټولو مهم تاريخي سند ګرځېدلی دی.
په يادو جګړو کې د جون رابي په شان کيسې ډېرې دي. کله چې انسانان پر عدالت، يووالي او همکارۍ ټينګار کوي، نو د بحران او ننګونو د لرې کولو لپاره خپل ځواک متمرکز کولای شي. د بېلا بېلو هېوادونو خلکو د فاشيزم ضد په نړيواله جګړه کې په ګډه له عادلانه، روښانه او پرمختیايي ځواکونو څخه په استفادې سره وحشي، تياره فکر لروونکو او دښمنو ځواکونو ته ماتې ور کړه.
اتيا کالونه تېر شوي دي. که څه هم دويمه نړيواله جګړه پای ته رسېدلې ده، خو د تاریخ پروړاندې د انسانانو دندې بدلې شوې دي او سوله او پرمختګ د اوسنۍ زمانې عمده موضوع ګرځېدلې ده. نو په نړۍ کې مختلف هېوادونه د عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کوي. خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيستم د ځنګل د اصولو(the law of the jungle) د موجوديت له کبله زيانمن شوی او د سولې، پرمختګ، امنيت او نړۍ د مدیریت په برخه کې نیمګړتیاوې مخ په زياتېدو دي. نو نړۍ څنګه دا نوې تاریخي دنده پوره او له ګواښونو او ننګونو سره مقابله کولای شي؟
رئيس شي جين پینګ په دې اړه ويلي: مونږ صادقانه هيله لرو چې بېلا بېل هېوادونه د تاريخي تجربو او درسونو زده کړه وکړي، سولې ته ډېر ارزښت ورکړي او په ګډه د نړۍ د عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره هڅې وکړي تر څو د انسانانو لا روښانه راتلونکې برابر شي.
د بريکس هېوادونو د پرمختيا د نوي بانک مشرې روسيف د رئیس شي جین پينګ د خبرو تر اورېدو وروسته څرګند کړې چې د ده له وينا څخه د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د ټولو نړيوالو ځواکونو ګډه هېله ښکاري او د نړۍ د عصريتوب د پرمخبېولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو صادقانه هيله هم ور څخه څرګنديږي. د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې عمومي اجرائيوي اډيترې هان يونګ مۍ د سي اېم جي له خبريال سره په مرکې کې وويل چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه تر لاسه شوې تاريخې تجربه دا ده چې هر هېواد او ملت دې د ځاني خپلواکۍ د تر لاسه کولو ترڅنګ پر دې پوه شي چې هغوی له نورو هېوادونو سره ګډ برخلیک لري.
اوس مهال چين د چيني شکله عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې، بلکې هغه نه یوازې د ځاني عصريتوب بلکې له نورو هېوادونو سره د ګډ عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې کوي. که بېلا بېل هېوادونه د همکارۍ هيله ولري او د همغږۍ عملیات تر سره کړي، نو ننګونې به لرې کړي او ګډ پرمختګ به ومومي.




































