د ملګرو ملتونو د جوړېدو د اتيايمې کليزې په مناسبت د هم نظره هېوادونو ځانګړې غونډه او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار د سپتمبر د سويس په ژنيو کې تر سره شو.
دغه سمينار مشري په ژنيو کې د چين د دايمي پلاوي لخوا وشوه او د پاکستان، روسیې، ويتنام، جنوبي افريقا او مصر په شمول د نږدې ۳۰ هېوادونو دايمي استازو او د لوړې کچې ډيپلوماټانو پکې ګډون درلود.
په دغه سمينار کې برخوالو خواوو په دويمې نړيوالې جګړې کې د چين د سترې قربانۍ لوړه ستاينه وکړه.
دوی وویل چې چین د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي. دوی زياته کړه، په اوسنيو حالاتو کې د نړيوال مديريت لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی ابتکاري وړانديز ستر اهميت لري او پر وخت دی. بېلا بېلې خواوې غواړي له چين سره يو ځای په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له مرکزي رول څخه ملاتړ وکړي.




































