د ۲۰۲۵م کال د صنعتي چارو د انټرنيټ نړيواله غونډه د سپتمبر په ۶مه نېټه د چین د لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې پرانيستل شوه چې د ، سوداګرۍ، پوهنې او څيړنې د برخو او سازمانونو استازو پکې د صنعتي چارو د انټرنيټ د نوښت او پرمختګ په هکله بحثونه کړي دي.
د چين د صنعت او مالوماتي ټکنالوژۍ وزير لي له چنګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وویل، د صنعت انټرنيټ د قوي هېواد او د قوي انټرنيټ لرونکي هېواد د ابادۍ کليدي پل دی. دغه وزارت به د صنعت د وړتياوو له مخې پر ورخلاصون او شراکت ټينګار وکړي، د سيستم ابادي به پياوړې کړي او په لويه پيمانه د صنعتي چارو د انټرنيټ د کارولو هڅونه به وکړي.
دغه غونډه به د سپتمبر تر اتمې نېټې دوام ولري او د غونډې په ترڅ کې به د صنعتي چارو د انټرنيټ د عرضې او تقاضا په ساحو کې مخکښې تصدۍ د مصنوعي ځراکتيا (AI) په شمول د لوړې ټکنالوژۍ اوتجهیزاتو د کارولو حالت ښودنه وکړي.




































