افغانستان ته د چین حکومت د بېړنۍ بشري مرستو لومړۍ جوپه د سپتمبر د ۷مې نېټې سهاروختي کابل ته ولیږل شوه.
په دې جوپه کې د خیمو او فرشونو په شمول ډېر نور بېړني توکي شته دي او د چین د هوايي ځواک د دوو یون-۲۰ نمبر الوتکو په وسیله کابل ته ولیږل شوه. سرچینه وايي چې په نږدې راتلونکې کې به له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه کابل ته د چین نورې مرستې هم ولېږل شي.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې د سپتمبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو کسانو ته لوړ شوی او ۳۶۴۰ تنه نور ټپیان دي.




































