د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین ويلي چې د دغه ولایت د جوارسل څېړنیز فارم د څېړنو عمومي مدیریت له خوا د غنمو شپږ ډوله اصلاح شوي تخمونه تولید شوي دي. د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، دغه تخمونه د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه تولید شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې اصلاح شوي تخمونه به د خوست کروندګرو ته د معیاري او باکیفیته تخمونو د برابرولو ترڅنګ، د کرنې د پرمختګ، د خوړو د خوندیتوب او د بزګرانو د عاید لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.




































