د چين او روسیې د دوستۍ، سولې او پرمختګ کمېټې ۱۵مه دوه اړخيزه غونډه د سپتمبر په ۶مه نېټه د روسیې په ولاديوستوک کې تر سره شوه.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام استولی.
په دغه پيغام کې ویل شوي: دغې کمېټې د تاسيس کېدو له ۲۸کلونو راهيسې د دوستۍ د ټينګښت او د همکارۍ پر پياوړتیا ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د اړيکو لپاره بشپړ خدمت کړی.
شي جين پينګ هيله څرګنده کړه، چې دغه کميټه له غونډې وروسته په فعاله توګه د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ په زیاتېدو کې رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو د خلکو دوستي ټينګه کړي.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په همدې ورځ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.



































