د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ډيميتري پيسکوف د سپتمبر په ۶مه نېټه د لسمې دورې د ختيځ اقتصادي فورم په څنډه کې له يوې روسي خبري رسنۍ سره په مرکه کې وويل، چې د ” شانګهای همکارۍ سازمان + “ په غونډه کې د چين له خوا وړاندې شوی د نړيوال مديريت وړانديز د نړيوال وضعيت د بدلون په جريان کې يو ډېر مهم وړانديز دی او د روسيې او سراسري جنوب هېوادونو لپاره په زړه پورې دی.
پيسکوف دغه راز وويل، چې نړۍ د بدلون او اصلاح په بهير کې ده او د نړيوالو اړيکو سيسټم د بدلېدو په حال کې دی او د همدغه وضعيت پر وړاندې يوازینی د باور وړ ټکی دا دی، چې د نړۍ زياتره هېوادونه د نړۍ يو قطبي کېدل او ظلمانه مقررات نه غواړي او هيله لري چې ټول دې د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول مراعات کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نړيوال مديريت له وړانديزه ملاتړ کوي. نوموړي باور وښود چې دغه وړاندیز به د نړیوال مدیریت پر سر د نړیوالې ټولنې د پراخو بحثونو سبب شي.




































