د چین دولت رئيس شي جین پینګ په دې وروستيو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د نړۍ د مدیریت ابتکاري وړاندې کړ. دغه نوښت د حاکمیت برابري، د نړيوالو قوانينو د مراعات او څو اړخیزم ملاتړ کوي. بهرنيو شخصيتونو چې د چين له ميډيا ګروپ سره مرکې کړې، د رئيس شي دغه وړانديز لوړه ستاينه کړې ده.
د افغانستان ازاد خبریال اندېښمن ځاځي په دې اړه وویل، “شانګهای روحیه” د غړو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې ټینګار کوي چې له مخې يې هر هېواد د پالیسيو جوړولو خپلواک حق لري. ده ویلي چې دغه اصل د باور فضا رامنځته کړې او د دوامداره همکارۍ لپاره یې هم هڅونه کړې ده.
هغه وايي، د شانګهای همکارۍ سازمان چې په امنیت، اقتصاد او کلتوري همکارۍ تمرکز کوي، د یو خورا مؤثر سازمان په توګه لیدل کیږي چې د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ یووالي، ثبات او اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي او په نړیواله صحنه کې د دې سازمان اهمیت مخ په زیاتېدو دی.




































