مخکیني ولسمشر حامد کرزي د عبدالعلي مزاري په یادغونډه کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ کړی. کرزي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د روانو خبرو په تړاو خوښي څرګنده کړې ده. نوموړي په افغانستان کې پر تلپاتې سولې ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، هیله لري چې څو د افغان مذاکراتو په چوکاټ کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي. نوموړي ویلي، چې د سولې په تړاو د امریکا له وروستیو هلوځلو ملاتړ کوي، خو هیله لري، چې د سولې په تړاو له رامنځ ته شوي فرصت نه سمه استفاده وشي. حامد کرزی په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکې ناستې ته هیله ښيي او وايي، چې دغه مذاکرات به د تلپاتې سولې د ټینګښت سبب شي.