د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، د روان کال په لومړيو اوو میاشتو کې د چين او د آسيان هېوادونو د سوداګرۍ اندازه ۵۹۷ ميليارډه ډالره وه، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښيي. دا شمېر د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د عمومي حجم ۱۶ اعشاريه ۷ سلنه جوړوي. تر ۲۰۲۵ د جولای پورې، د چين او آسيان ترمنځ د دوه اړخيزې پانګونې عمومي اندازه له ۴۵۰ ميليارډه ډالرو زياته شوې ده.
د چین د سوداګرۍ د وزارت مرستيال وزير يان دونګ وويل چې چين پرلهپسې ۱۶ کاله د آسيان لومړی لوی سوداګريز شريک پاتې شوی او آسيان بيا پرلهپسې ۵ کاله د چين د تر ټولو ستر سوداګريز شريک مقام لري.
د چين او آسيان ۲۲م نندارتون به د سپتمبر له ۱۷مې تر ۲۱مې نېټې پورې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سیمې په نان نينګ ښار کې ترسره شي، چې شاوخوا د ۴۵ هېوادونو کبو ۳۲۰۰ تصدۍ به پکې ګډون وکړي.




































