د ۲۰۲۵ کال د ځيرکو صنايعو نړیوال نندارتون د سپتمبر له ۵مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د چین په چونګ چینګ ښار کې تر سره شوی. د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت مرستیال شین ګوه بین په دې اړه ویلي، په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو شمېر له ۵۰۰۰ څخه زیات شوی چې له ۴۰۰ څخه ډېر یې د هېواد په کچه د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړي شرکتونه دي.
ده زیاته کړې چې اوس په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو شمېر د پنځه کاله پخوا وخت په پرتله ۳ چنده ډېر شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د چین د انټرنېټ پرمختګ د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو شمېر ۱۴۵۴ و.
شين ګوه بین زیاته کړه چې چین له ۳۵ زرو څخه ډېر اساسي کچې، له ۶۳۰۰ څخه ډېرې پرمختللې کچې او له ۲۳۰ څخه ډېر عالي کچې سمارټ فابریکې جوړې کړې دي.




































