د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د سپتمبر په اتمه نېټه خبر ورکړی چې د روان کال په لومړيو اتو میاشتو کې د چين د مالونو سوداګرۍ په ثابت ډول پرمختګ موندلی او عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت يې ۲۹۵۷۰ مليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه پنځه زياتوالی ښيي.
په دې جمله کې د کمربند او لارې د ابادۍ له ګډونوالو هېوادونو سره د چین وارداتي او صادراتي ارزښت ۱۵۳۰۰ميليارډه يوانه و چې شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه څلور ډېر شوی او د هېواد د عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت په سلو کې يو پنځوس اعشاريه اووه برخه نيسي.
د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين د وارداتي او صادراتي ارزښت پرمختيایي انډول د لومړۍ نيمايي په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه شپږ زيات شوی دی. د پېچلي بهرني حالت پر وړاندې د چین بهرنې سوداګرۍ انعطاف پذيري ښکاري.




































