د چين د بهرنيو چارو وزات د سپتمبر په اتمه نېټه د جاپان د پارلمان د یوه غړي، سيکي هيې پر وړاندې د متقابلو اقداماتو د کولو پرېکړه وکړه. د دې وزارت وياند لين جيان په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې ويلي چې د چين متقابل اقدامات شينتارو ته سخته سزا او خبرداری دی.
نوموړي زياته کړې چې سيکي هيې پخوا د چین تابعيت درلود، خو جاپان ته تر تللو وروسته يې د دې هېواد تابعيت تر لاسه کړی او د ډېرو جعلي او ناسمو معلوماتو په خپرولو سره يې د چين ضد ځواکونو سره همکارۍ کړې او د تايوان، د ډياو يوو ټاپوګانو، تاريخ، شينجيانګ او شي ځانګ او هانکانګ په شمول د ډېرو مسئلو په هکله يې ناسمې څرګندونې وکړې او پر چين يې بې ځايه او بې بنسټه تورونه لګولي دي. ده زیاته کړې چې سيکي هيې سربېره پر دې له ياسوکوني معبد څخه ليدنه وکړه. نوموړی وايي چې د ده د ناسمو کړنو په مقابل کې چين پرېکړه کړې چې پر سيکي هيې متقابل بنديزونه لګولي.




































