په قطر کې د افغان سولې لپاره امریکايي او طالب استازو د تړلو دروازو تر شا خبرو ته دوام ورکړی ،په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر تر یوې اونۍ پورې په دې خبرو کې له ګډون کولو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ بيرته کابل ته رسېدلی دی. بل خوا ویل کېږي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالحنان عمري هم په قطر کې د روانو خبرو له دغه بهیر سره یو ځای شوی دی. امریکايي لوری وايي له ترهګرۍ سره مبارزه، په بین الافغاني خبرو ټینګار، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د اوربند ټينګښت د دغو خبرو مهم موضوعات دي، خو بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اوس لپاره په قطر کې یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او افغان خاوره د چا پر ضد نه کارولو موضوعات دي. د نوموړي په وینا د اوس لپاره پر نورو موضوعاتو چې په امریکا پورې اړه نه لري، خبرې نه دي شوې.