د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د ډیموکراټیکې کوريا د ملي ورځې د ۷۷مې کليزې په مناسبت د دغه هېواد د کارګرانو ګوند عمومي منشي او د دولتي کميسيون مشر کيم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي چې د ډیموکراټیکې کوريا خلکو له تېرو ۷۷ کلونو راهیسې د کارګرانو ګوند په مشرۍ د سوسياليزم ټولو برخو ته دوامدار پرمختګ ورکړی.
شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې چین او ډیموکراټیکه کوريا دودیز ګاونډیان او دوستان دي. ده ویلي چې چین غواړي له ډیموکراټیکې کوريا سره سټراټیژیکې اړیکې او تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي، د دواړو هېوادونو ملګرتیا او سوسیالیستي چارې په ګډه پرمخ بوځي او د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او پرمختګ لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.




































