د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۹مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د پرتګال له لومړي وزير مونټنيګرو مورايس سره وکتل.
رئيس شي په دې ليدنه کې څرګنده کړه چې چين او پرتګال په دې وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې همکاريزې لاسته راوړنې لري. ده زیاته کړه چې چين غواړي له پرتګال سره څو اړخيزه همکاري پياوړې کړي، په ګډه ريښتينی څو اړخيزم عملي کړي، د ملګرو ملتونو صلاحيت وساتي، د ازادې سوداګرۍ سيستم خوندي کړي او د نړيوال مديريت د لا عادلانه سيستم جوړولو ته وده ورکړي.
مونټنيګرو وويل، د پرتګال او چین تر منځ دوستانه اړیکې اوږد تاریخ لري. ده وویل چې پرتګال د دواړو خواوو تر منځ د سیاسي متقابل باور د ژورتيا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د پانګونې د زياتېدو په لټه کې دی.




































