د چین دولت رئیس شي جین پينګ د سپتمبر د ۸مې نېټې په شپه د بریکس هېوادونو د مشرانو په انلاین غونډه کې ګډون وکړ او مهمه وینا یې وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، اوس نړیوال وضعیت د بې ساري بدلون په حال کې دی، د تسلط او یواړخیزم غوښتنې ورځ تر بلې زیاتیږي. بریکس هېوادونه د سراسري جنوب د لومړۍ قطعې په توګه باید د څواړخیزم او څواړخیز سوداګریز نظم د ساتلو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.
نوموړي په دې اړه ۳ وړاندیزونه وکړل چې لومړی، بریکس هېوادونه دې پر څواړخیزم ټینګار وکړي او د نړۍ عدالت او مساوات دې وساتي. دوهم، دغه هېوادونه دې پر ورخلاصون او ګډو ګټو ټینګار وکړي او د نړیوالې سوداګرۍ نظم دې تضمین کړي. درېیم، دغه هېوادونه دې پر همکارۍ او یووالي ټینګار وکړي چې د ګډ پرمختګ هڅونکی ځواک پيدا شي.




































