د مارچ په آتمه هر کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له دغې ورځې نمانځنه او د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره ژمنې کېږي. یو شمېر ښځې وايي، چې په کال کې یو ځل د حکومت له لوري د ښځو ناسم وضعیت ته پاملرنه کېږي. دوی وايي، چې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې ښځو ته پاملرنه نهده شوې او ډېری ښځې د دې ورځې په اړه نه پوهېږي. یو شمېر افغان مېرمنو ته د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ د کور سرپرستي هم ورتر غاړې ده. افغان ښځې د مارچ د اتمې په اړه ناستې او نمانځنه کافي نه بولي او وایي، په دغه ډول غونډو کې دې یوازې ژمنې نه، بلکې د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره هم عملي اقدام وشي. سره له دې چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د تېرو کلونو په ترڅ کې د لاسته راوړنو یادونه کوي، خو وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او باید په دې اړه جدي اقدام وشي.