د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام واستوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي، چې د نړيوال اقتصاد جوړښت د ژور بدلون په حال کې دی او نړيوال پرمختګ له ننګونو او فرصتونه مخ دی.
ده ویلي چې چين به د لوړې کچې د ورخلاصون پراختيا ته دوام ورکړي، خپل اقتصادي او سوداګريز مقررات به له نړيوالو لوړو معيارونو سره وصل وکړي، د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي سيمو په شمول به د پلاټفورمونو ابادي پياوړې کړي، په منظمه توګه به د خدماتو بازار پرانيزي او د لوړ کيفيت خدماتي سوداګرۍ ته به وده ورکړي. نوموړي ویلي چې چين هيله لري له نورو خواوو سره د د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي، پرانيستی نړيوال اقتصاد اباد کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ته خوځنده ځواک ورکړي.
د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شوی دی.




































