د صربيا ولسمشر لکساندر وچيچي له څو ورځو وړاندې په بېجينګ کې له چين ميډيا ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې چينايانو ته په خطاب کې وويل: صربيا ته راشئ، دا ستاسو دويم ټاټوبی دی.
نوموړي وويل: زه له چین سره مينه لرم، هغه هېواد چې ځان ورته وقفوم، صربیا ده، خو که تاسو له ما پوښتنه وکړئ چې چين خوښوئ که نه، زه په څرګنده درته وايم، له چين سره مينه لرم.
نوموړي د انسانانو تګ راتګ او کلتوري تبادلې ډېرې مهمې او چينايان يې پياوړي عزم لرونکي او زحمتکښ بللي دي.



































