د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۵م نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۸مه نېټه د دغه هېواد د فوجيان ولايت په شیامن ښار کې پرانيستل شو. د څه باندې سلو نړيوالو شرکتونو او نړيوالو پانګوالي سازمانونو مسئولينو په دې نندارتون کې ګډون کړی.
د یونيلېور شرکت د چيني څانګې مشر زنګ شي ون له چین ميډيا ګروپ سره په مرکه کې ويلي، چې د چين بازار لوی دی، ابتکاري توان يې لوړ دی او پاليسۍ يې ثابتې دي، نو شرکت به يې په چين کې داسې پایداره سوداګري وکړي، « د هغو لوبغاړو په شان چې په ماراتون سيالۍ کې اوږده ځغاسته کوي.»
نوموړي ويلي، چې چين تر ټولو لوی بازار لري، اکمالاتي ځنځير یې ډېر بشپړ دی او د ډېرو خامو موادو سرچينه ده. د هغه په خبره، شرکت يې ثبات ته په درنه سترګه ګوري. چين پر ورخلاصون ټينګار کړی، په دې سره د چين ثبات څرګند شوی.
نوموړ زياته کړې، چې يونيلېوېر په اګست کې د چين په ګوانګ دونګ ولايت کې د خوړو يوه جامعه فابريکه پرانيستې او دا په چين کې د دې شرکت درېيمه فابريکه ده.




































