«له کړکۍ بهر ابي سياره» مستند فلم چې د چين دولتي رسنۍ چين ميډيا ګروپ له لوري له 8K ټکنالوژۍ په استفادې شوټينګ شوی او د فضا په اړه کيسه پکې ويل شوې، په دې وروستیو کې خپور شو.
په دغه فلم کې فضا ته د چین د (( شنجو-۱۳ )) فضايي بېړۍ پرواز او هلته د ماموريت د ترسره کېدو جريان ثبت شوی دی.
(( شنجو-۱۳)) ماموريت د چين د فضايي سټېشن د جوړولو له کليدي پړاوونو څخه دی.
د دې ماموریت د شپړېدو لپاره درې کسیزې عملې په لومړي ځل د فضا په مدار کې شپږ مياشتې ژوند او علمي کارونه وکړل، چې په زړه پورې صحنې يې د ستورمزلو له لوري په فلم کې ښودل او پېژندل شوې دي.




































