د چین دولتي شورا د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د هوانګ یان ټاپو د دولت په کچه د طبیعي چاپېریال ساتنې سیمې جوړولو ته اجازه ورکړه.
هوانګ یان ټاپو د چین د های نان ولایت په سه شا ښار کې پروت دی او د چین قلمرو دی. پراخوالی یې شاوخوا ۱۵۰ مربع کیلومتره دی.
د دې ټاپو په سمندري سیمه کې سمسورې سرچینې شتون لري او دلته د دولت په کچه د طبیعي چاپېریال ساتنې سیمې په جوړولو سره به د دې سیمې د بیولوژیکي سیستم تنوع، ثبات او دوامدار پرمختګ وساتل شي.




































