د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۰مه نېټه له خپل امريکايي سيال مارکو انټونيو روبیو سره ټېليفوني خبرې کړې.
وانګ يي ویلي، چې چين او امريکا بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو پر لارښوونې ټينګار وکړي او مهمه ګډه موافقه يې دې پلي کړي. ده ویلي چې امريکا په دې وروستيو کې منفي خبرې او کړنې تر سره کړې او د چين حقه حقونو ته يې زيانونه رسولي دي.
ده زیاته کړې چې دا کار د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه، د چين او امريکا د اړيکو د ښه کېدو په ګټه نه دی او چين ورسره کلک مخالفت کوي.
هغه زياته کړې، چې امريکا بايد د تايوان مسئلې په شمول د چين د اصلي ګټو په اړه خپلو خبرو او کړنو ته پاملرنه وکړي.
د هغه په وينا، چين او امريکا په دوهمه نړيواله جګړه کې یو له بل سره همکارۍ کړې، نو بايد په نوې زمانه کې هم د نړۍ د سولې، سمسورتيا او پرمختګ لپاره همکارۍ وکړي، څو بېلابېل نړيوال چلینجونه حل کړي او د لویو هېوادونو په توګه خپل مسئوليت پر غاړه واخلي.
دواړو پر دې ټینګار کړی، چې دغه خبرې پر وخت، ضروري او موثرې وې او د دوی په خبره، دواړه هېوادونه باید توپيرونه ښه کنټرول کړي او د عملي همکاريو په اړه وغږېږي، څو د دواړو هېوادونو اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.




































