د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو.
سږ اسټرالیا د دې نندارتون مهم مېلمه دی چې ۵۹ شرکتونه او سازمانونه يې په دې نندارتون کې ګډون لري چې د پخوانیو مېلمه هېوادونو په پرتله يې شمېر زیات او ریکارډ يې جوړ کړی دی.
په سږني نندارتون کې د نړۍ ۸۵ هېوادونه او سازمانونه ګډون لري او د نشر شویو معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې څه باندې ۲ زره شرکتونه په حضوري ډول ګډون لري او څه باندې ٪ ۲۰ يې بهرني شرکتونه دي.
د سږني نندارتون په لومړۍ ورځ ۱۲ شرکتونو او سازمانونو د مصرف او مصنوعي ځيرکتيا په شمول یو شمېر برخو کې ۲۵ نوې لاسته راوړنې خپرې کړې. د معلوماتو له مخې، شاوخوا سل شرکتونه به څه باندې ۱۹۰ نوي توليدات او لاسته راوړنې خپرې کړي. د دې تر څنګ، د مصنوعي ځیرکتیا او زرغون نوښت په برخو کې به د خدمتونو ښې بېلګې هم خپرې شي.




































