د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب د افغانستان له ښځینه زندانونو ۲۰ مېرمنې له بنده خوشې شوې دي. دا بندیانې د ولسمشر اشرف غني په فرمان خوشې شوې دي. د دې فرمان له مخې د ۱۳ نورو زنداني میرمنو د بند په موده کې کموالی راغلی دی. د زندانونو عمومي مشر حلیم کوهستاني وايي له دې سره یوه کمیسیون هم په کار پیل کړی چې د ټولو زنداني مېرمنو دوسیې وڅیړي. نوموړی وايي، چې دغه حکومتي کمېسیون به د حکومت له خوا د ښځو پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د یو شمېر ښځینه بندیانو د بند موده کمه کړي او هغه مېرمنې به خوشې شي چې د بند موده یې کمه پاتې وي. دده په خبره تر یوې اونۍ به د ولسمشر غني فرمان په بشپړه توګه پلی شي. کوهستاني وايي اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۹۰۰ میرمنې په بېلو جرمونو بندیانې دي.