د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سپتمبر په يوولسمه نېټه د اسرائيل له خوا د قطر پر پلازمېنې دوحې د هوايي بريد په هکله يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړه. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ له غونډې نه مخې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې دې ته اشاره کړې چې اسرائيل يو ځل بيا له سرې کرښې تېری کړی او پر قطر يې هوايي بريد کړی دی.
ده ویلي، قطر هغه هېواد دی چې تل يې په منځني ختيځ کې د شخړو د حل لپاره د منځګړيتوب رول لوبولی دی. نوموړی وايي چې له دې څخه ښکاري چې اسرائيل له فلسطين سره په سوله ييزو خبرو اترو کې جدي او صادقانه رويه نه ده غوره کړې.




































