د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۵مه نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په شيا من ښار کې پای ته ورسېد. د خبر له مخې په دې نندارتون کې د ۱۱۵۴ پروژو تړونونه لاسليک شوي چې عمومي پانګه به ۶۴۴ ميليارډه يوانه وي.
دغه نندارتون له چين سره د همکارۍ او د راتلونکې لپاره د پانګونې تر سرليک لاندې تر سره شو او پراخوالی يې ۱۲۰ زره مربع مترو ته رسېدلی دی. د معلوماتو له مخې د دې نندارتون تشکيلاتي کمېټې د پانګونې د پرمخبېولو لپاره څه باندې سل فعاليتونه تر سره کړي او د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو پلاويو پکې ګډون کړی و.
د چين اړوندو وزارتونو او څانګو، نړيوالو سازمانونو او سوداګريزو ټولنو د دې نندارتون په موده کې ۲۱ راپورونه خپاره کړي دي.




































