د چین د دولتي شورا د معلوماتو دفتر د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د ۱۴م پنځه کلن پلان د لوړ کیفیت بشپړولو په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه.
د چین د مالیې وزیر لان فو ان څرګنده کړه چې د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې، د چین عمومي مالي تګلارې لاډېرې فعالې، اغیزمنې او له اقتصادي شرایطو سره سمون لري چې د اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ د ملاتړ لپاره یو مهم ځواک ګرځېدلی دی.
سرچینې ویلي چې په تېرو ۴ کلونو کې د چین د اقتصادي ودې منځنۍ کچه ۵ اعشاریه ۵ سلنې ته رسېدلې او د نړیوال اقتصاد په وده کې یې ونډه شاوخوا ۳۰ سلنه ده.




































