د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د یوې مطبوعاتي غونډې کوربه توب وکړ. په دې وروستیو کې د چين د هوانګ یان په ټاپو کې د ملي طبیعي سیمې د جوړولو وړاندیز تصویب شو. د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه احتجاج وکړ.
ویاند لین جیان وویل، هوانګ یان ټاپو د چین خاوره ده. د هوانګ یان ټاپو د ملي طبیعي سیمې جوړول د چین د حاکمیت په چوکاټ کې راځي. ده ویلي چې دا موخه د هوانګ یان ټاپو د چاپیریال او د هغې د طبیعي ایکوسیستم تنوع ساتنه ده چې د چین له کورني قانون او نړیوالو قوانینو سره سمون لري.
ده ویلي چې چین د یو مسؤلانه لوی هېواد په توګه د ایکولوژیکي چاپیریال په فعاله توګه د ساتنې او دوامداره پرمختګ هڅولو ژمنې په بشپړه توګه څرګندوي. چین د فیلیپین غیر ضروري تورونه او تش په نامه احتجاج نه مني.




































