د چين په ختيځه پوځي سيمه کې مطبوعاتي وياند شي يي وويل، د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د امريکا د هيګينس په نامه مخربه بېړۍ او د برېټانيا د ريچموند په نامه فریګیټ يا بدرګه کوونکې بېړۍ له تايوان تنګي څخه تېره شوې او له دې لارې يې د چين لمسون وکړ. د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ختيځې پوځي سيمې سمندري او هوايي عسکرو د دغو بېړيو د فعاليتونو پر ټول بهير څار کړی او په موثره توګه يې ورسره مقابله کړې ده.
د شي يي په وينا، د امريکا او برېټانيا کړنې ناسمې نښې خپرې کړې دي او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې زيانمن کړي دي.
د چين د پوځي سيمې پوځ هر وخت په ټينګار سره د هېواد د ملي حاکميت او امنيت، سوله او ثبات ساتي او هر وخت په لوړ خبرداري کې اوسي.



































