چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت : راځه چې ښکلا او سوله په غېږ کې ونيسو

په افغانستان کې د چین لوی سفیر لیو جین سونګ

مارچ 10, 2019
in لیکنې
0 0

نن د مارچ ۸ مه نېټه يعنې د ښځو نړيواله ورځ ده. دا د چين او افغانستان يوه ګډه ورځ ده. په وروستیو ورځو کې د چين سفارت د افغانستان د مشهورې عکاسې آغلې فاطمې لپاره د عکسونو يو خصوصي نندارتون جوړوي. دا لومړی ځل دی چې د چین سفارت د افغان هنرمند لپاره نندارتون جوړوي.

آغلې فاطمه د افغانستان د عکاسانو ټولنې غړې ده او عکسونه يې د زياتو هېوادونو په هنري فېسټېوالونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغې د یاد نندارتون لپاره کابو شل عکسونه وړاندې کړي چې ځېنې يې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې کېږي. د هر يوه عکس تر شا يوه کيسه شته چې هره يوه کيسه په زړه پورې او مؤثره ده. له دغو عکسونو څخه د افغان ټولنې بدلونونه او متنوع والي او د افغان ښځو ښکلا او د زړونو غږونه څرګندېږي. ياد عکسونه د چين د انقلاب لارښوونکي ښاغلي سون جونګ شان يوه مشهوره خبره تصديقوي چې ( که په نړۍ کې ښځې نه وي، ۵۰٪ ریښتین توب، ۷۰٪ نيکۍ او ۱۰۰٪ ښکلا به کمه شي.) دا د ښځو ستاينه ده او د رښتياګلوي، نيکۍ او ښکلا خپرونکې هم ده.

   په چين او افغانستان کې يو شان متل شته چې وايي، ( ښځه نيمه نړۍ ده.) په چين کې کابو ۶۸۰ مليونه ښځې دي او د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې چې اوس په بېجينګ کې روانه ده، ۷۴۲ ښځينه استازې ګډون لري. د ښځينه استازو شمېر د استازو په عمومي شمېر کې په سلو کې څلورويشت اعشاريه نهه برخه جوړوي چې دغه انډول د تېرې غونډې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه پنځه لوړ شوی دی. په چين کې د ښځو کاري فرصتونه په عمومي کاري فرصتونو کې ۴۴٪ سلنه دي او د ښځو کاري انډول ۷۰٪ ته رسېږي. په پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو شمېر د محصلينو په عمومي شمېر کې دوه پنځوس اعشاريه پنځه سلنې ته رسېږي. اوس په چين کې کابو شل ښځينه لویې سفيرانې او زياتې ښځينه وزيرانې او جنرالانې شته. د چين د حکومت لخوا د اصلاحاتو او ورخلاصون په سلو غوره شخصيتونو کې ۱۱یې شتون لري.

دا شمیرنه په زړه پورې ده: د رسمي شمېرنې له مخې، تېر کال د چين په لويو ښارونو کې د ښځو عايدات د کورنيو په عمومي عايداتو کې له نيمې برخې څخه زيات شوي دي. دغه شمیرنه پر نارینه وو فشار اچوي. که کوم کس پوښتنه وکړي چې ولې چیني ټولنه دومره ارامه ده؟ دوی له دغه شمیر څخه ځواب پیدا کولی شي.

د چين حکومت جنسي مساوات او د ښځو د حقه حقوقو ضمانت ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چين په اساسي قانون کې په ښکاره توګه ليکل شوي چې د چين په ولسي جمهوريت کې نارينه او ښځې د سياست، اقتصاد، کولتور، ټولنې او کورنۍ په شمول هره ساحه کې برابر حقونه لري. نارينه او ښځې د يو شان کارونو له مخې يو شان عايدات اخلي او ښځينه چارواکي د روزنې او انتخاب په برخه کې نارينه وو ته ورته حقونه لري. دغه راز، چين د ښځو د حقه حقوقو د ساتنې قانون بیا تنظیم او تطبيق کوي. د چين د صدراعظم لي که چيانګ لخوا د چين حکومت په کاري راپور کې يو ځل بيا پردې ټينګار شوی چې د ښځو او ماشومانو د روغتيا د ساتنې کارونه دې پياوړي شي او د ښځو، ماشومانو، زړو کسانو او معيوبينو حقه حقوق دې وساتل شي.

چين او افغانستان يو د بل ستراتيژيک همکاران او دوستانه ملګري دي او دا د دواړو هېوادونو د ښځو په ملاتړ او همکاريو پورې نه جلا کېدونکې اړه لري. چين او چيني سفارت د افغانستان له سوله ييزې بيارغونې څخه د ملاتړ کولو په بهير کې هم د افغانستان د ښځينه چارو پرمختګ ته پاملرنه کوي او ورڅخه ملاتړ کوي. چين په تېرو دوو کلونو کې په چين کې د مسلکي روزنې په هکله کابو ۱۹۰ افغان ښځو ته بلنې ورکړي، د افغانستان د ښځينه چارو وزارت ته يې د روغتيا د ساتنې تجهيزات ورکړي، په چين کې د زده کړې په برخه کې یې ۱۵ افغان ښځينه محصلينو ته مالي مرستې برابرې کړې، په مزارشريف کې يې د نجونو مکتب جوړ کړی، چين ته د سفر په هکله يې د چيني (وو شو) د افغان ښځينه ډلې ته بلنه ورکړه او په بريالۍ توګه يې هغه ۲۵ افغان نجونې تداوي کړې چې د زړونو په مورزادي ناروغۍ اخته شوې وې. دغه راز، چين په کندهار کې چيني روغتون جوړ کړ، په کابل کې يې د جمهوريت روغتون جوړ کړ، د کابل په پوهنتون کې يې اړوند تاسيسات اباد کړل، په ټيټه بيه د استوګنې ودانۍ يې جوړې کړې، د افغانستان د دولت مسلکي روزنې مرکز يې جوړ کړ او د افغانستان د بېلا بېلو ځايونو مکتبونو او ښوونځيو ته يې تعليمي سامانونه برابر کړل چې زرګونه افغان ښځو ورڅخه ګټې واخيستې او اخلي يې.

څو تنه چيني ښځې له خپلوانو څخه په ليرې واټن کې په افغانستان کې د شته ستونزو د ليرې کولو په پار افغانانو ته، په تېره بيا ښځو ته خدمتونه برابروي. په افغانستان کې د چيني سوداګرو ټولنې مشرې منګ شياو لي په کابل کې د علاوالدين په نوم د نجونو دارالايتام ته بسپنه وړاندې کړه او ويې ويل چې ( ماشومان د هیواد راتلونکی دي او ښځینه یتیمان ترټولو پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري. زه به د خپلو ماشومانو په شان افغان نجونو ته پاملرنه وکړم.) د ياد دارالايتام مسؤلې او ماشومانو ډېر لوړ احساس درلود.

تېر کال يو خبر او عکس د چين په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو چې په دغه عکس کې يوه ځوانه مور جهان تابې احمدي ښکاري چې خپل بچی يې په خپلې غېږې کې نيولی دی. هغه په دوو ساعتونو کې د غرونو له ختلو وروسته بيا د موټر د نهو ساعتونو مزل له لارې د کانکور ازموينې ځای ته رسېدلې وه. څرنګه چې بچی يې ژاړېده، نو هغه په ځمکه ناسته وه او د اولاد د ارامولو ترڅنګ يې په ازموينه کې ګډون کړی و. دغه عکس پر زياتو چينايانو اغيز کړی دی. ځېنو کتونکو ويلي چې هغه کس چې هيله لري او د هيلې د تر سره کولو لپاره زيار باسي، که جنس او رول يې څه دی، په نړۍ کې ډېر قوي وګړی وي.

   سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کاليزې سره برابر دی. افغانان په دې کال کې ډېره لويه هيله لري چې وطن ته يې سوله راشي. افغان ښځې په جګړه کې ډېرې سختې زيانمنې شوي او هم د سولې ډېر مثبت ملاتړ کوونکي، ساتونکي او ابادونکي دي. د سولې په اړه د دوی غوښتنو ته بايد درناوی او احترام وشي او باور لرو چې د سولې په اړه به د دوی هيله ترسره شي. چين او افغانستان په دې بهير کې د ګډ برخليک يوه ټولنه ده. چين تل د افغانستان تورياليو وروڼو او خويندو تر څنګ ولاړ دی او له افغانستان سره به د نړۍ د سولې، همغږۍ او ښکلا د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In