د چین د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند د سپتمبر په ۱۲مه نېټه وويل، چې د چين او امريکا تر ګډو مشورو وروسته به د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستیال هه لي فنګ د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې هسپانيې ته سفر وکړي او هلته به له امريکایي استازي سره خبرې اترې وکړي.
دواړه خواوې به د امريکا لخوا په يو اړخيزه توګه د تعرفې د زياتېدو تګلارې، په ناسمه توګه د صادراتو د اداره کولو او د ټيکټاک د کارولو په شمول پر موضوعاتو بحث وکړي.



































