د چين د ۲۵م نړيوال صنعتي نندارتون په اړه مطبوعاتي غونډه د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په سهار تر سره شوه. په دغه غونډه کې راغلي، ياد نندارتون به د صنعتي چارو د نوي با کيفيته پرمختګ او د ځيرک توليد په ترڅ کې د پراخو همکاريو تر عنوان لاندې تر سره شي او په همکاريزه او پرانيستي ډول د ځيرک صنعتي چارو د پرمختګ په هدف به د نړيوالو صنعتي چارو د شکل لوړتيا ته چيني لايحه وړاندې شي.
د دغه نندارتون مساحت به ۳ سوه زره مربع مترو ته ورسېږي، چې د پيمانې، مسلکي نندارچيانو، نړيوالو سوداګرو انډول به د پخوا په پرتله پکې زيات وي.




































