د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې د هر اړخيزو بینالافغاني خبرو له لارې راتلی شي. ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې اوسني پرمختګونه ښايي په افغانستان کې د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو غوره چانس وي. نوموړي زیاته کړې چې د سولې یوې پایدارې هوکړې ته یوازې د پراخو بین الافغاني خبرو له لارې رسېدلی شو. د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دا پرمختګونه به د افغان حکومت او طالب وسله والو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي. وسله والو طالبانو تراوسه پورې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي او ویلي یې دي لومړی باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.