د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه له یو شمېر نورو ارګانونو سره په ګډه د روان ۲۰۲۵م کال او راتلونکي ۲۰۲۶ کال لپاره د دغه هېواد د موټرو سکټور د ثابت پرمختګ لپاره کاري پلان خپور کړ او موخې يې پکې ټاکلې، چې په روان کال کې به په دغه هېواد کې د موټرو پلور ۳۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو عرادو ته ورسېږي، چې د تېر ۲۰۲۴م کال په پرتله به ٪ ۳ زياتوالی وښيي. د برقي موټرو پلور به ۱۵ ميليونو او ۵۰۰ زرو عرادو ته ورسېږي، چې د تېر ۲۰۲۴م کال په پرتله به ٪ ۲۰ زياتوالی وښيي، دغه راز د موټرو د توليد په اضافي ارزښت کې به د تېر ۲۰۲۴م کال په پرتله ٪ ۶ زياتوالی راشي.




































