په هرات کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د رېکشا او برېښنايي موټرسایکلونو د تولید فابریکه پرانیستل شوه. د یادې فابریکې د پلور مسوول ګدا محمد احراري ویلي، چې یاده فابریکه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د وسایطو د تولید او بسته بندۍ په موخه جوړه شوې، چې اوس مهال پکې شاوخوا ۱۰۰ تنه کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې بوخت دي. نوموړي ویلي، چې دغه فابریکه هره ورځ لسګونه بېلابېل ډولونه برېښنايي موټرسایکلونه او ریکشاګانې تولیدوي، چې د انرژۍ لږ مصرف او لوړ کیفیت لري. د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس ناصر امین ویلي، چې د صنعتکارانو ملاتړ د هېواد د صنعت د ودې لپاره اغېزناک تمام شوی او په صنعتي ښارګوټي کې د ماشینونو تولید هم وده کړې ده.




































