د چین د نیمه هادي صنایعو انجمن د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې دوی د سوداګرۍ وزارت له خوا د امریکا د اړوندو محصولاتو او اقداماتو په اړه د تحقیقاتو له پیلېدو ملاتړ کوي.
سرچینې ویلي چې د چین د نیمه هادي صنایعو انجمن او د چین د ماشینونو او الکمترونیکي محصولاتو د وارداتو او صادراتو د سوداګرۍ ټولنه به په فعاله توګه له تحقیقاتي چارو ملاتړ او ورسره به همکاري وکړي او د عادلانه سوداګرۍ او د اړوندو چارو مشروع حقونه او ګټې به په ټینګه سره خوندي کړي.




































