په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو پراخه ونډه د ټولو افغانانو په ګټه ده. یوناما د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه په یوې اعلامیې کې ویلي، له دې سره سره چې افغان حکومت د یوې تلپاتې سولې رسېدو برخې ته خپله توجه زیاته کړې، خو افغانان د خپلو تېرو کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې اندېښمن دي. یو ناما که څه هم په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ او توانمندۍ په برخه کې پر شوو پرمختګونو خوښي ښودلې خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید ډېر څه تر سره شي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي چې روان ۱۳۹۷د افغان مېرمنو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و. دغه کمېسیون وايي چې په دغه کال کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاته شوې ده.