د ۲۰۲۵ کال د ګولډن پانډا نړیوال کلتوري فورم د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د چین د سه چوان ولایت په چنګ دو ښارکې ترسره شو. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د دغه ګوند د مرکزي کمیټې دنشراتي څانګې مشر لي شو لی په کې ګډون وکړ او د پرانیستې اعلان یې وکړ.
چیني او نړیوالو مېلمنو څرګنده کړه چې له ګډو ننګونو سره مقابله او د ښه راتلونکي په لور هڅې د کلتوري تمدن له ځواک څخه جلا نه دي. د روان فورم اصلي موضوع د تمدنونو راغونډول او راتلونکې جوړول دي. په دې فورم کې د چین او نورو بهرنیو هېوادونو څه د پاسه ۷۸۰ مېلمنو ګډون وکړ او د ډیجیټل او مصنوعي ځیرکتیا په شمول موضوعاتو په اړه یې د نظریو ژورې تبادلې وکړې.




































