روان کال د چين بېلابېلو ځایونو د رېل پټليو په جوړولو کې ستر پرمختګ موندلی. د چين د رېل پټليو ملي ګروپ د خبر له مخې، چين د روان کال له جنورۍ نه تر اګست پورې په رېل پټليو کې ۵۰۴ مليارډه او سل ملیونه يوانه غير منقوله پانګونه کړې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاریه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
په عين وخت کې يو شمېر تر جوړونې لاندې پروژې ښه پرمختګ لري.
د چين د رېل پټليو د ملي ګروپ ساختماني چارو مسئول ويلي، چې دوی به په راتلونکي کې د دې هېواد د ملي ستراتيژۍ او د سيمو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره خدمتونو ته دوام ورکړي، په ښه او چټک ډول به د رېل پټليو د مهمو پروژو جوړونې ته وده ورکړي ، د رېل پټليو د اساسي تأسيساتو عصري سيستم جوړول به چټک کړي، څو د ۱۴م پنځه کلن پلان د رېل پټليو برخه په بريالۍ توګه تر سره شي.




































