د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک یوه ستره ننګونه ګڼي او ټینګار کوي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید ژر تر ژره د خپلو څېړنو پایلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي. د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمان ننګ وايي، چې د ټاکنو د قانون تعدیل د کمېسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي او که د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلې د دوی په واک کې ور نه کړل شي ستونزې به لا پراخې شي. په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ټينګار کوي چې ولسمشر د قانون پر اساس د ملي شورا د غړیو له بشپړېدو سره به ملي شورا پرانېزي. د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه بیا رامنځته شویو کړکېچونو ته په کتو وايي، چې دا مسایل د دې سبب شوي چې ټاکنې په خپل انحصار کې واخلي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري هر ډول پرېکړې باید د ټاکنو د څار بنسټونو سره په مشورې ترسره شي.