په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د امنیت شورا په پرانیستې غونډه کې وينا وکړه او د یمن پر حوثیانو او اسرائيلو يې د زغم د ساتلو غږ وکړ.
ګنګ شوانګ وویل چې په دې وروستیو کې حوثي وسله والو او اسرائیلو یو پر بل نوي متقابل بریدونه پيل کړي او د جګړې شدت نور هم زیات شوی دی. ده زیاته کړې چې چین پر دواړو خواوو غږ کوي چې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ د زیاتېدو مخه دې ونیسي. نوموړي ویلي چې نړیواله ټولنه باید د یمن حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او حوثیان باید له نړیوال قانون سره سم د سره سمندر په اوبو کې د مختلفو هېوادونو د سوداګریزو کښتیو د فعالیتونو حقونو ته درناوی وکړي او د دغه سمندر د اوبو لار دې خوندي کړي.



































