د نړیوالو خبري رسنيو وروستيو راپورټاژونو ته په کتو سره د نړيوال مديريت وړانديز د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. شمېرې ښيي چې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولت رئيس شي جین پینګ له خوا په تيان جین کې د شانګهای همکارۍ په سرمشريزه کې د ياد وړانديز له وړاندې کولو راهيسې دغه کليمې د نړۍ پام اړولی دی. په وروستیو کې د ډېرو هېوادونو مشرانو په جلا جلا توګه د نړيوال مديريت له وړانديز څخه ملاتړ او هيله يې ښودلې چې چين د نړيوال مديريت د سيستم د بشپړولو لپاره لازيات خدمتونه وکړي.
نو ولې دغه وړانديز په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی؟ مونږ کولی شو چې له درېيو ليدلورو څخه دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو.
لومړی، دغه وړانديز پر وخت وړاندې شوی دی.
د نړيوال مديريت د اغيزمنتوب کليدي ټکی دا دی چې ايا د دې وړانديز په پلي کولو سره ستونزې په رښتیا هم لرې کيدای شي او که نه.
اوس په نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي دي، ځيني هېوادونه د بادارۍ او سوداګرۍ ساتنې په لټه کې دي چې همدې کار تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په محور د نړۍ نظم او اداره کولو ته زيانونه رسولي دي. په ورته وخت کې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو پرمختګونه کړي، خو په اوسني نړيوال اداري ميکانيزم کې د دوی استازيتوب کمزوری دی. سربېره پردې د اقليمي بدلون، ډيجيټلي پرمختيايي توپيرونو مصنوعي ځيرکتيا او فضايي ادارې په شمول نړيوالې ننګونې ډېرې شوې دي، نو دا اړتيا ده چې نړيواله ټولنه دې په ګډه يو اغيزمن اداري ميکانيزم جوړ کړي.
د نړیوال مديريت د وړانديز څرګندې ځانګړنې ته په کتو سره د ډېرو هېوادونو مشران په دې نظر دي چې دغه وړانديز د اوسني نړيوال نظم سيستم کې د موجودو ستونزو د حل وفصل لپاره کليدي برخه ده. د چينايي چارو په هکله د هاسپانيا کارپوه شوليو ريوس په وروستيو کې په يوه مقاله کې ليکلي چې د نړيوال مديريت په تړاو د چين د وړانديز موخه په نړيوالو سازمانونو کې د هغو نيمګړتياوو لرې کول دي چې په نړيوال نظم کې پرمختیايي هېوادونه کم استايتوب لري او د ملګرو ملتونو او نړيوالو قوانينو واک کمزوری شوی دی. ځيني شنونکي وايي چې د نړيوال مديريت وړانديز نړۍ د اداره کولو په برخه کې پر اوسنيو ستونزو تمرکز کوي او پکې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره هر اړخيزې لارې چارې وړاندې کېږي چې دا پر وخت اقدام دی او هم د اوسنۍ نړۍ له بېړنيو اړتياوو سره سمون لري.
دوهم، دغه وړانديز د زمانې له تمايل سره سمون لري.
ايا دغه وړاندیز د زمانې له تمايل سره سمون لري؟ په حقیقت کې دا د دې وړانديز پر اغيزمنتوب پورې هم تړاو لري.
اوس په نړيوالو قدرتونو کې هم ژور بدلونونه راغلي دي. شتمنو او پرمختیایي هېوادونو ډېر پرمختګونه کړي چې همدا له وروستۍ زمانې راهيسې په نړيوالو قدرتونو کې انقلابي بدلون بلل کېږي. خو اوسنی نړيوال نظم د دې ژور بدلون ښکارندويي نه کوي چې له امله يې پرمختیایي هېوادونه په دې نړيوال نظم کې کم استازيتوب لري.
د روسيې د علومو اکاډمۍ د چين او عصري اسيا چارو د څيړنيز انسټيټيوټ يوې کارپوهې ويلي چې د نړيوال مديريت وړانديز د لا عادلانه نړيوال نظم د جوړولو لپاره د زياترو هېوادونو له هېلو سره سمون لري او دا د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو لپاره زړه راښوننکې برخه هم ده.
درېیم، دغه وړانديز د نړيوالو له هېلو سره سمون لري.
په حقيقت کې چين غواړي د دې وړانديز په پلي کولو سره هغه خوب رښتيا کړي چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک نيکمرغه او سوکاله ژوند ولري او په ګډه داسې نړۍ اباده کړي چې هر تن پکې خپله ونډه وګوري. دغه وړانديز د انسانانو ګټو ته ډېر ارزښت ورکوي او پکې ډاډ ورکړل شوی چې د مختلفو هېوادونو خلک د نړيوال مديريت بنسټيز ګډون کوونکي او ګټه اخيستونکي دي. دغه ارزښت د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو باور ترلاسه کوي او خامخا به د دوی پراخ ملاتړ تر لاسه کړي.




































