د چين سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۴مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د ۲۰۲۶م کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې د دغه هېواد د خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۵۷۶۸ ميليارډه او ۷۷۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي او په ثابت پرمختګ يې ساتلی دی.
په دې جمله کې يې د ټرانسپورټي خدماتو د وارداتو او صادراتو زياتوالی تر ټولو چټک و.
مالومات ښيي، د روان کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې، د چين د ترانسپورټي خدماتو د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۱۲۸۱ ميليارډه او ۷۲۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
سربېره پر دې، د پوهې خدمتي سوداګرۍ صادراتو يې هم چټک پرمختګ موندلی دی. په تېرو ۹ میاشتو کې د چين د پوهې د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو عمومي ارزښت ۱۲۱۹ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېره د خدمتي سوداګرۍ په صادراتو کې ۵۳ اعشاريه ۷ سلنه نيسي.































